اروپا د طبيعي ګازو پر کمښت اندېښمنه ده، خو امريکا بله دسيسه جوړوي
CMG2022/09/08 15:07:54
شريکول:

د ۲۰۲۲ کال په پيل کې د اروپايي ټولنې له خوا د کارول شوې انرژۍ ۲۵ سلنه برخه طبيعي ګاز دی چې په دې جمله کې پنځوس سلنه يې له روسيې څخه راغلی دی. خو اوس روسي طبيعي ګاز يوازې د اروپا له خوا د وارد شويو طبيعي ګازو د عمومي اندازې په سلو کې ۹ برخه نیسي. د سپتمبر په پنځمه نېټه د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون پر فرانسويانو غږ کړی چې انرژي سپما کړي او د انرژيو د سپمولو لپاره د ايرکنډيشنر د تودوخې د ټيټولو په شمول ورته تدبيرونه ونيسي.

له يوې خوا اوس مهال اروپايي هېوادونو د طبيعي ګازو پر کمښت اندېښمنه ده، خو د اروپا پر وړاندې لا زياتې ستونزې شته دي. د روسيې لوري په وروستيو ورځو کې ويلي چې د تجهيزاتو د ستونزو د شتون له کبله د نورډ ستريم -۱ په نوم د طبيعي ګازو پايپ لاين  په پوره توګه بند شو. له دې نه مخکې د دې پايپ لاين په وسيله اروپا ته د لېږدول شويو طبیعي ګازو اندازه څو ځلې کمه شوې ده. تېر کال روسيې د دې پايپ لاين له لارې اروپا ته ۴۰ سلنه طبيعي ګاز وارد کړی و. نو اټکل کېږي چې د دې لاين تړل د اروپا لپاره څه مانا لري.

له بلې خوا د طبيعي ګازو په شمول د انرژيو بيې تر زیاتې اندازې پورې لوړې شوې دي. په تېر اګست کې په يورو سيمه کې د انرژيو بيو د زياتوالي انډول په سلو کې ۳۸ اعشاريه ۳ لوړ شوی چې دا د پيسو د انفلاسيون سبب ګرځېدلی دی. په همدې مياشت کې په يورو سيمه کې د انفلاسيون انډول په سلو کې ۹ اعشاريه يو ته ورسېد. د برېټانوي خبري رسنیو د خبر له مخې دغه رقم د يورو له کارول کېدو راهيسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی. اروپايان اوس د خوړو، املاکي چارو، تراسپورت او صنعتي توليد په شمول له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخ دي.

اروپايي هېوادونه د انرژيو د خونديتوب د تضمين لپاره ډېرې لارې چارې لټوي. فرانسه فکر کوي چې ژر تر ژره به د ذروي انرژۍ توليد بيا پيل کړي. المان د انرژۍ په اړه د ۶۵ ميليارډو يورو په ارزښت د مرستندويه لايحې د جوړولو اعلان وکړ او غواړي چې له هغو تصديو او شرکتونو څخه ماليات واخلي چې د طبيعي ګازو په وسيله برېښنا نه توليدوي. د يونان حکومت ويلي چې هغو عامه ارګانونو ته به سزا ورکړي چې انرژي يې له حده زيات ضايع کړې ده.

ژمی به ژر رارسېږي، اروپايان ښايي کنګل شي. نو المانيان له يخنۍ سره د مبارزې لپاره لرګي ټولوي. په ورته وخت کې د چک او فرانسې په شمول د ځينو اروپايي هېوادونو خلکو په جلا جلا توګه لاريونونه کړي او پر حکومتونو يې غوښتنه کړې چې پر روسيې بنديزونه لرې کړي او د خلکو ژوند ښه کړي.

((Economist)) مجلې په وروستيو ورځو کې د يوې مقالې په خپرولو سره داسې ليکلي چې د انرژيو او برېښنا د بيو په لوړېدو سره په اروپا کې د اقتصادي پرځېدا بهير چټک شوی دی.که څه هم اروپا د انرژۍ په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ ده، خو د دوی ملګرې امريکا د اروپايانو ستونزې له پامه وغورځولې.د امريکا د انرژۍ وزيرې جینیفر ګرانهولم په وروستيو کې د دې هېواد د نفتو د تصفيې مخکښو شرکتونو ته د پيغامونو په لېږلو سره ور څخه غوښتنه کړې چې نورو هېوادونو ته د سون موادو صادرات زيات نه کړي. نو مانا يې دا ده چې امريکا به په نژدې راتلونکې کې له اروپا سره مرسته ونه کړي.

ټولو ته معلومه ده چې د انرژۍ دغه بحران پر روسيې د اروپا او امريکا د بنديزونو نتيجه ده. امريکا وغوښتل چې له اروپا سره يو ځای د انرژۍ د صادراتو په برخه کې پر روسيې د بنديزونو له لارې ور سره مبارزه وکړي. خو له بده مرغه اروپايانو هغه حالت کشف کړی چې امريکا پر روسيې د بنديزونو ترڅنګ لاهم له روسيې څخه نفت اخيستي دي. د خبري رسنيو د خبر له مخې د اوکراين کړکېچ له رامنځته کېدو راهيسې امريکا تل له روسيې د اومو نفتو په شمول  عمده انرژۍ وارد کړې دي. د منځنۍ مودې د ټاکنې په رارسېدو سره د امريکا حکومت د انفلاسيون د مخنيوي او د خلکو د رايو د تر لاسه کولو لپاره نورو هېوادونو ته د خپلو انرژيو صادرات بيا محدود کړي چې دا د ډېرو وګړو په نظر يوه سیاسي ډرامه ده.

په اروپا کې د انرژۍ اوسني بحران پر روسيې د دوی د ناسمو بنديزونو نتيجه ده. نو اروپايي سیاستوال بايد فکر وکړي: اروپا دې په کوم لوري روانه شي چې له خپلو ګټو سره سمون لري.