شي جين پينګ د چين د کوچنيو او منځنيو تصديو د ۲۰۲۲م کال پرمختګ غونډې ته د مبارکۍ پيغام ليږلی
CMG2022/09/09 15:55:32
شريکول:

د چين د مسلکي، ځانګړو او نوښت لرونکو کوچنيو او منځنيو تصديو د ۲۰۲۲م کال پرمختګ غونډه د سپتمبر په ۸مه نېټه د جيانګ سو ولايت په نان جينګ ښار کې پرانيستل شوه.

 د چین د دولت رئيس شي جين پينګ يادې غونډې ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.

نوموړي په خپل پيغام کې ويلي، چې کوچنۍ او منځنۍ تصدۍ د نوښت د پرمختګ، د کاري فرصتونو د برابرولو او د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره ډېر مهم ځواک دی او هيله يې ښودلې، چې يادې تصدۍ خپلو ځانګړو صنايعو ته لومړيتوب ورکړي او خپلې چارې په ښه او جدي توګه تر سره کړي، څو د اقتصاد او ټولنې په پرمختګ کې نور هم مهم رول ولوبوي.