د بریتانیې ملکه الیزابت دویمه د سپتمبر په ۸مه نېټه د ۹۶ کاله په عمر د سکاټلنډ په بالمورال کیسل کې مړه شوې ده.
الیزابت دویمه د ۱۹۲۹م کال په اپریل کې زېږېدلې وه او په ۱۹۵۲م کال کې د بريتانيې ملکه شوه.
نوموړې د بریتانیې په تاریخ کې د تر ټولو ډېر وخت ملکه پاتې شوې وه.
د بریتانیې خبري رسنیو ويلي، چې په دغه هېواد کې به د ملکې الیزابت په مړينې ۱۰ ورځې ملي ماتم وي.
(هیله)