د روسیې د استخباراتی ادارې مشر سیرګي نریشکن د سپتمبر په ۸مه نېټه په یوې مباحثوي غونډې کې ویلي، چې امریکې او ملګرو هېوادونو يې پر روسیې د حملې لپاره اوکراین وسیله ګرځولی او امريکا تر وسې هڅې کوي، چې د اوکراين بحران وغځوي.
نوموړي ویلي، چې امریکا د خپل تسلط او زورواکۍ د ساتلو په موخه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې کړکېچونه او نښتې راپورته کړې دي، خو تاریخ دا ثابته کړې، چې د نړۍ د کنټرول نیت هرومرو ناکاميږي.
د اوکراین د دفاع وزیر ولیکسې ریزنیکوف په همدې ورځ پر خپلې ټويټرپاڼې له امریکا څخه مننه کړې، چې اوکراین ته يې د ۶۷۵ ميلیونو ډالرو په ارزښت نوې جوپه وسلې برابرې کړې دي. امريکا دا ځل اوکراين ته توپونه، ګولۍ، زغره وال امبولانسونه او د ټانک ضد سیسټم ورکوي.
(هیله)