شي جين پينګ او ماکي سال يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه لېږلي
CMG2022/09/09 14:40:02
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د افريقا ليګ نوبتي رئيس او د سنيګال ولسمشر ماکي سال د سپتمبر په ۹مه نېټه د دغه ليګ د جوړېدو د ۲۰مې کليزې او د چين او دغه ليګ تر منځ د سياسي اړيکو د ټينګېډو د ۲۰مې کاليزې په پار يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه لېږلي دي.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې هغه د چين او د افريقا ليګ تر منځ اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي، چې له ولسمشر ماکي سال او د افريقا ليګ د غړو هېوادونو مشرانو سره يو ځای د خپلمنځي سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۲۰مې کليزې په مناسبت د خپلمنځي دوستۍ همکاريزې روحيې پياوړې کړي، د چين او افريقا د همکاريز فورم د وزيرانو د ۸مې غونډې لاسته راوړنې پلې کړي، د خپلمنځي ګټو او سترو اندېښنو په اړه يو له بل څخه ټينګ ملاتړ او په نړيوالو چارو کې د پرمختيايي هېوادونو استازيتوب او غږ پياوړی کړي او په نوي زمانې کې د چين او افريقا د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره نوي خدمتونه وکړي.

(مينه)