د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په نهمه نېټه د بريتانيا نوي پاچا چارلس درېيم ته د ملکې اليزابت دوېمې د مړينې په پار د خواخوږۍ پيغام ليږلی دی.
نوموړي په دغه پيغام کې د چين د حکومت او چينایانو په استازيتوب او په خپل نوم د ملکې اليزابت دوېمې پر مړينې خواشيني ښودلې او د بريتانيا شاهي کورنۍ، حکومت او خلکو ته یې د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي دي.