د امريکا د ټېنېسي ايالت په مېمپيس ښار کې د سپتمبر په ۷مه نېټه د ډزو لړيزې پېښې شوې، چې له امله یې ۴ کسان وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.
د مېمپيس پوليسو د ۸مې نېټې په سهار په راپور کې ويلي، چې دغه لړيز بريدونه ۱۹کلن ځوان ايزيکایل کيلي ترسره کړي او هغه یې په ۷مه نېټه نيولی دی.
د پولیسو راپور وايي، چې ايزيکايل کيلي د روانې مياشتې په ۷مه نېټه د مېمپيس ښار په ځينو سیمو کې د ټوپک ډزو پر مهال پر ټولنيزو رسنيو ژوندې خپرونې هم کولې.
نوموړي د ۷مې نېټې په شپه يو موټر هم غلا کړی و، خو وروسته د پولیسو له لوري نيول شوی دی.
(مينه)