شي جين پينګ د ډیموکراتیکې کوریا د جوړېدو د ۷۴مې کليزې په پار کیم جونګ اون ته د مبارکۍ پيغام ليږلی
CMG2022/09/09 14:42:46
شريکول:

د چین کونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئیس شي جين پينګ د سپتمبر په ۹مه نېټه د ډیموکراتیکې کوریا د جوړېدو د ۷۴مې کليزې د لمانځنې په مناسبت د دغه هېواد د روندونګ ګوند عمومي منشي او د دولتي شورا مشر کیم جونګ اون ته د مبارکۍ پيغام ليږلي دی.

شي جين پينګ په پيغام کې په ټينګار ويلي، چې چین به له ډیموکراتیکې کوریا سره ستراتيژيکې اړيکې وساتي، خپلمنځي همغږي او همکارۍ به ورسره پياوړې او خپلمنځي دوستانه اړیکې به ورسره نورې هم ټينګې کړي او د دواړو هېوادونو او خلکو ته به لا زیاتې ګټې ورسوي او د سیمې او حتی د نړۍ د سولې، ثبات او سمسورتیا لپاره به مهم خدمتونه وکړي.

 (هیله)