د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتين څو ورځې مخکې په ختيځ اقتصادي فورم کې ويلي، چې د کرونا وبا پر ځای د لوېديځو هېوادونو بندیزونو ګردې نړۍ ته ستر ګواښ جوړ کړی دی.
نوموړي ويلي، چې امریکې د پولي وجهی نظام په شمول یو لړ داسې نړیوال اقتصادي نظامونه ویجاړ کړي، چې سل کلن تاريخ لري او واشنګټن پخپله خوښه د ځان لپاره ګټور نظامونه او مقررات جوړ کړي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ما نینګ د سپتمبر په اتمې نېټې په یوې خبري ناستې کې په دې اړه وویل، چې ځينو هېوادونو د ملګرو ملتونو پر منشور او نړیوالو قوانینو سترګې پټې کړي او پر نورو هېوادونو يې یواړخیز ناقانونه بندیزونه لګولي دي او دغو چارو يې د نړۍ د سیاست او اقتصاد نظام او د نړیوال اداري سیسټم سخت ځپلي دي.
ماو نينګ وويل، چې چین او روسیې د ملګرو ملتونو او امنیت شورا د دایمي غړو او د نویو اقتصادونو او بازارونو د استازیو په توګه، د ملګرو ملتونو په مرکزیتوب نړیوال سیسټم او د نړیوالو قوانینو پر بنسټ نړيوال نظامونه ساتلي، په واقعي توګه يې څواړخیزم پلی کړی او د کرونا وبا له منفي اغېزو سره سره يې د نړیوال اقتصاد د عادي کېدو د هڅولو لپاره عملي کوښښونه کړي دي.
(هیله)