ملګري ملتونه به د ځوانانانو د موضوعاتو دفتر جوړ کړي
CMG2022/09/09 11:46:57
شريکول:

د ملګرو ملتونو اسمبلۍ د سپتمبر په ۸مه نېټې پرېکړه کړې، چې د ځوانانو د موضوعاتو دفتر جوړ کړي. 

د ملګرو ملتونو اسمبلۍ ويلي، چې دغه دفتر به د سولې او امنیت، دوامدار پرمختګ او د بشري حقونو په برخو کې د ځوانانو د مسئلو په حلولو کې لارښوونکی رول ولوبوي.

دغه دفتر به د ملګرو ملتونو په چارو کې د ځوانانو او د ځوانانو سازمانونو ګډون وهڅوي، د ځوانانو موضوعاتو په برخه کې به د همکارۍ، همغږۍ او مسئولیت د پياوړتیا په اړه د ملګرو ملتونو سیسټم په خوځښت راولي، په ملګرو ملتونو کې د ځوانانو له استازيتوب به ملاتړ وکړي او د ځوانانو د پرمختګ لپاره به د ښوونې، روزنې او مهارتي روزنې په شمول یو لړ ګټورې پروژې برابرې کړي.

 (هیله)