د چين بهرنی تجارت د نړيوال اقتصاد پرمختګ په بهير کې فعال رول لري
CMG2022/09/09 14:35:26
شريکول:

د چين په جه جيانګ ولايت کې د موټرو د پرزو تصدۍ يو چارواکي خبري رسنيو ته ويلي، چې د روان کال له پيله د دغې تصدۍ د توليداتو خرڅلاو ډېر ښه دی او اروپا او امريکا ته د صادراتو غوښتنې زياتې شوې دي چې اوس له دغې تصدۍ څخه د توليداتو د اخيستلو سپارښتنې تر اکتوبر پورې  ترتيب شوي دي.

دا د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د پرمختګ يوه څرګنده نښه ده. د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د سپتمبر په ۷مه نېټه يوه شمېرنه خپره کړه، چې له مخې يې د روان کال په لومړيو اتو مياشتو کې د چين د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۲۷۳۰۰ميليارډو يوانو يانې شاوخوا۳۹۰۰ميليارډو ډالرو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۰ اعشاريه۱ سلنه زيات شوی ، په دې جمله کې د صادراتو د زياتوالي اندازه ۱۴ اعشاريه ۲سلنه او د وارداتو د زياتوالي اندازه ۵ اعشاريه ۲سلنه ده.د نړيوالې اقتصادي ودې د ورو کېدو او د بهرنۍ غوښتنې د کمزوري کېدو په حال کې، دا دومره اسانه نه ده چې د چين بهرنۍ سوداګري په لومړيو اتو مياشتو کې ثابت پرمختګ کړی چې د فعالې او ټينګې ځانګړتيا څرګندونه کوي.

د چين د بهرنۍ سوداګرۍ عمده برخې-شخصي تصدۍ د پاملرنې وړ دي. د روان کال په لومړيو اتو مياشتو کې د شخصي تصديو د وارداتو او صادراتو اندازه ۱۳۶۸۰ميليارډ يوانو يانې شاوخوا ۱۹۶۸ ميليارډو ډالرو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۴اعشاريه ۹ سلنه زياته شوې ده، چې د ټول هېواد د عمومي اقتصادي ودې په پرتله ۴اعشاريه ۸سلنه زياته شوې ده او د هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ په عمومي ارزښت کې ۵۰اعشاريه ۱ سلنه ځای خپلوي. نوي توليدات جوړ شوي، نوي بازارونه پراخ شوي، د ډيجيټلي کېدو چارې لوړې او پراخې شوې او د نړيوالې انلاين سوداګرۍ پرمختګ شوی دی. د بهرنۍ سوداګرۍ نوې بڼې او شکلونه ډېر جوړ شوي او د شخصي تصديو لاسته راوړنې د وارداتو او صادراتو له اندازو څخه څرګندېږي.  

سربېره پر دې، د چين د بهرنۍ سوداګرۍ فعالې انرژۍ له بېلابېلو بازارونو سره تړاو لري. د روان کال په لومړيو اتو مياشتو کې د چين او د اسيان، اروپايي ټولنې او امريکا تر منځ د وارداتو او صادراتو ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه ۱۴، ۹اعشاريه۵، ۱۰اعشاريه ۱سلنه زيات شوي. په ورته وخت کې د چين او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو تر منځ د وارداتو او صادراتو ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۰اعشاريه ۲سلنه زيات شوی، د چين او د RCEP د ۱۴ غړو تر منځ د وارداتو او صادراتو ارزښت ۷اعشاريه ۵سلنه زيات شوی، چې د RCEP په چوکاټ کې پاليسۍ په پرله پسې ډول ګټې ښودنه کوي.

په عين وخت کې، د چين بهرنۍ سوداګرۍ د اوسني اقتصادي پرمختګ له تمايل سره سمون لري او خپلې ښېګنې لري چې د نړۍ وړتيا پوره کوي. په دې وروستيو کلونو کې په چين کې د نوې انرژۍ کاروونکو موټرو صنعت په پر له پسې توګه پرمختګ کړی او په نړيوالې سيالۍ کې يې د پام وړ مقام خپل کړی دی. د روان کال په لومړيو اوو مياشتو کې د چين د نوې انرژۍ کاروونکو موټرو صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٩٠ سلنه زيات شوي چې د بهرنۍ سوداګرۍ يوه نښه ګرځېدلې ده. د هېواد صنعت کارانو دې ته اشاره وکړه چې د چين د نوې انرژۍ کاروونکي موټر په عمده توګه د لوېديځې اروپا او جنوب ختيځې اسيا ته صادرېږي. د روان کال په جون کې، د اروپايي ټولنې د ۲۷هېوادونو د چاپېریال ساتنې وزیرانو د تېل کاروونکو موټرو د خرڅلاو د منع کولو په هکله ګډې نظريې تر لاسه کړې او پرېکړه يې کړې چې تر ۲۰۳۵م کال پورې به په اروپا کې د تېل کاروونکو موټرو پلور بند کړي. شنونکي په دې نظر دي چې دا به د چین د نوې انرژۍ کاروونکو موټرو لپاره د لا پراختیا ځای خپل کړي.

بهرنۍ سوداګري د چين د اقتصاد د څارنې لپاره يو مهم  دی. سره له دې چې بهرنی چاپېريال ډېر پېچلی دی، خو د چين بهرنۍ سوداګرۍ په لومړيو اتو مياشتو کې ثابته وده تر لاسه کړې. له دې څخه جوتېږي چې د چين د اوږدمهاله اقتصادي ودې بنسټونه نه دي بدل شوي او د توليدي چارو او د عرضې ځنځير لا هم ډېر پوخ دی او څرګندې ګټې رامنځته کوي. دغه ګټې د بهرنۍ سوداګرۍ د ودې لپاره قوي ملاتړ برابروي او د چين د بهرنۍ سوداګرۍ توان پياوړی کوي چې له ناثابتو حالاتو سره مقابله وکړي. چين د اقتصادي ثبات د يو لړ تګلارو او تدبيرونو په ګړندي پلي کېدو سره د چين بهرنۍ سوداګرۍ د ثابت پرمختګ د دوام لپاره يو لړ تګلارې صادر کړې او په چټکه توګه به عملي کړی شي، نو د چين بهرنۍ سوداګري به په دوامداره توګه ثابت پرمختګ وکړي.

د چين د پانګونې او تجارت په اړه ٢٢م نړيوال نندارتون د سپتمبر په ۸مه نېټه د چين په فو جيان ولايت کې پرانيستل شو، چې د شاوخوا ٧٠ هېوادونو او سيمو تجاران په انلاين او آفلاين ډول نندارتون کې ګډون کوي. دا یو بل عام ډګر دی چې چین نړۍ ته د نړیوالې سوداګرۍ او پانګونې د ودې لپاره چمتو کوي. د چین قوي بهرنۍ سوداګري تل د نړۍ د اقتصادي ودې لپاره فعال رول لوبوي.