شي جين پينګ او د ده ښوونکي
CMG2022/09/09 15:45:53
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ويلي، چې هغه ته ډېرو ښوونکو ليک او لوست ور زده کړی او تر اوسه يې ټول ښوونکي په ياد دي.

نوموړی وايي، چې هغه له خپلو ښوونکو څخه ډېره پوهه او ښه چلند زده کړی او ناپايه ګټې يې ورته رسولي دي.

 شي جين پينګ په تېرو لسو کلونو کې څو ځلې له ښوونځيو او پوهنتونو څخه ليدنې کړي او له ښوونکو او محصلينو سره يې خبرې کړې دي.

نوموړی وايي، چې ښوونه د سل کلن پلان رېښه ده او استاد د ښوونې سرچېنه ده.

شي جين پينګ او د ده ښوونکې چن چيو ينګ.

 اغلې چن چيو ينګ په منځني ښوونځي کې د شي جين پينګ ښوونکې وه.

شي جين پينګ د ۲۰۱۶م کال د سپتمبر په نهمه نېټه يعنې د چين د ښوونکو ورځې په درشل کې خپل پخواني منځني ښوونځي ته ولاړ او هلته يې د اغلې چن چيون ينګ په شمول له څو پخوانيو ښوونکو سره وکتل.

شي جين پينګ او  د ده ښوونکی چن جونګ هان

ښاغلی چن جونګ هان په منځني ښوونځي کې د هغه ټولګي مرستيال مسئول و، چې شي جين پينګ پکې زده کړې کولې.

شي جين پينګ په ۲۰۱۶م کال کې په بېجينګ کې له چن جونګ هان سره هم وکتل.

چن جونګ هان له شي جين پينګ سره په خبرو کې هيله وښوده، چې نوموړی د هېواد ښه اداره وکړي او په بېلا بېلو برخو کې لوی پرمختګونه ولري.

شي جين پينګ خپل ښوونکي ته په ځواب کې له هغه ډېره مننه وکړه او ورته ويې ويل، چې  د خپل استاد نصيحت به تل په ياد ولري.