د چین د پنځم وارداتي نړیوال نندارتون د مصرفي توکو او خدمتي سوداګرۍ ادارې د سپتمبر په ۸مه نېټه د عرضې او تقضا يوه خبري ناسته ترسره کړې او مسؤلينو يې ويلي، چې د ياد نندارتون د تصدیو راجلبونکي کارونه پای ته رسېدلي دي.
د مالوماتو له مخې، د نړۍ له ۵۰۰ مخکښو تصديو څخه ۲۸۰ تصدۍ د چين پنځم وارداتي نړیوال نندارتون کې ګډون کوي او ۹۰ سلنه به يې په نندارتون کې حضوري برخه ولري.
د چین د وارداتي نړیوال نندارتون اداري مرستیال لیو فو شوی په يادې خبري ناستې کې ويلي، چې د چين پنځم وارداتي نړیوال نندارتون به په شانګهای کې د راتلونکي نومبر په ۵مې نېټې پېل او تر ۱۰مې نېټې پورې به دوام ومومي.
(هیله)