وانګ يي له حسين امير عبدالهيان سره ټليفوني خبرې کړي
CMG2022/09/09 14:45:07
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي له خپل ايراني سیال حسين امير عبدالهيان سره ټليفوني خبرې کړې دي.

وانګ يي له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې د چين او يران خپلمنځي اړيکو د دواړو هېوادونو د مشرانو تر لارښوونې لاندې هراړخيز پرمختګ کړی دی.

نوموړي ويلي، که نړيوال حالات په هر حالت کې وي، چين به د دواړو هېوادونو د مشرانو پر ټاکل شوې لارې ټينګار ولري، له ايران سره به پرله پسې اړيکې وساتي، په بېلا بېلو برخو کې به ورسره همکارۍ پراخې او په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې به ورسره همغږي او همکارۍ پياوړي کړي، څو خپلمنځي هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې يې نوي پړاو ته ورسيږي او ښه پرمختګ ومومي.

عبدالهيان په خپلو خبرو کې هيله ښودلې، چې ايران له چين سره لوړ پوړی تګ راتګ وساتي او چين ورسره د کرنې په شمول په ډېرو برخو کې عملي ژورې همکارۍ وکړي او په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې ورسره همغږۍ او تبادلې پياوړې کړي، څو د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې نور هم پرمختګ ومومي.

عبدالهيان ويلي، چې هېواد يې د رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوی د نړيوال پرمختګ او نړيوال امنيت وړانديز ټينګ ملاتړ کوي.

(مينه)