اردوغان هیله ښودلې، چې نړۍ ته د روسيې د غلو دانو صادرات بيا پيل شي
CMG2022/09/09 11:03:19
شريکول:

د ترکيې خبري اژانس د سپتمبر په ۸مه نېټه خبر ورکړی، چې ولسمشر رجب طيب اردوغان په همدې ورځ د کرواتيا په پلازمينې زاګرب کې د دغه هېواد له ولسمشر زوران ميلانويک سره په يوې ګډې خبري ناستې کې هيله ښودلې، چې نړۍ ته د روسيې د غلو دانو صادرات هم ژر پيل شي.

د مالوماتو له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين پر دې ناخوښي ښودلې، چې د اوکراين غلې دانې اروپايي ټولنې ته لېږدول کيږي.

اردوغان د اوکراين د غلو دانو د صادراتو په اړه د پوتين خپګان پر ځای بللی او ويلي يې دي، چې د اوکراين غلې دانې د تور سمندر له لارې شتمنو هېوادونو ته لېږدول شوي او بېوزله هېوادونه له پامه غورځول شوي دي.

نوموړي زياته کړې چې د اکراين غلې دانې هغو هېوادونو ته لېږدول شوي، چې پر روسيې یې بنديزونه لګولي دي او پوتين په همدې اړه انديښمن دی.

هغه زياته کړه چې راتلونکې اوونۍ به له پوتين سره په دې اړه خبرې وکړي.

(مينه)