د چين د پانګونې او سوداګرۍ سږنۍ غونډه د سپتمبر په ۸مه نېټه د چين د فو جيان ولايت په شيا من ښار کې پرانيستل شوه او منځپانګه يې پر (( نړيوال پرمختګ: د ډيجيټل فرصتونو شريکول او په زرغون راتلونکي کې پانګونه)) ورټوله ده.
د چين د سوداګرۍ مرستيال وزير ګوه تينګ تينګ د چين د پانګونې او سوداګرۍ ۲۲مې نړيوالې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، چې دغه غونډه د چين د هغو نيکو هيلو ښکارندويي کوي، چې له مخې به یې دغه هېواد له نورو هېوادونو سره د ټکنالوژۍ او صنعتي بدلون نوي فرصتونه شريکوي او د زرغون پرمختګ لپاره به په ګډه راتلونکی جوړوي.
چين به له نورو هېوادونو سره اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ پياوړې کړي او د ټولو هېوادونو د تصديو لپاره به د پرمختګ پراخ چاپيريال برابر کړي.
(مينه)