افغانان د جګړې له کبله زيانمن شوي، خو پړه يې د چا پر غاړه ده؟
CMG2022/09/10 09:36:06
شريکول:

تېر کال د کابل په هوايی ډګر کې د امريکايي پوځ د وروستۍ پوځي الوتکې په پورته کېدو سره په افغانستان کې شل کلنه جګړه پای ته ورسېده چې د امريکا په تاريخ کې تر ټولو اوږده جګړه ګڼل کېږي. خو له دې هېواد څخه د امريکايي ځواکونو له ايستنې وروسته د افغانانو زيانونه نه دي کم شوي بلکې زيات شوي دي. ځکه چې امريکا لاهم دغه مظلوم ملت ځوروي چې له دې امله يې د افغانستان اقتصاد د سقوط په درشل کې کړی دی.

 نو پړه يې د چا پر غاړه ده؟ په دې هکله د چين د ميډيا ګروپ خبريالې د افغانستان د دوست راډيو له سياسي شنونکي نصرت عمر سره مرکه وکړه. هغه په خپلو خبرو کې ويلي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې د امریکا ماموریت ډېر ناکام و او د جګړې له کبله افغانان له غربت سره مخ شوي دي. د افغانستان د اوسني وضعيت پړه د امريکا پر غاړه ده.

د امريکا پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو بوش د ترهګرۍ ضد د مبارزې په نوم په افغانستان کې جګړه پيل کړه او ادعا يې کړې چې د يوې ازادې ټولنې د ابادولو لپاره له افغان ولس سره مرسته وکړي چې د امريکا له ستراتيژيکو ګټو سره سمون لري. خو د ډېرو افغانانو په اند د دوی موخه نه ده تر سره شوې. د ښاغلي نصرت عمر په اند په افغانستان کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د امريکا موخه نه يوازې ناکامه شوه بلکې د دوی کړنې د ترهګرو ډلو د ډېرېدو سبب شوې دي. هغه په خپلو خبرو کې ويلي دا چې امریکا افغانستان ته د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره راغلې وه او دلته یې نظامي حضور درلود، خو هغه موخه چې امریکا درلوده، چې افغانستان کې به ترهګري له منځه یوسي، ناکامه شوه او ترهګري یې له منځه نه ده وړې. ترهګرې ډلې لکه القاعده، داعش او ځینې نورې ډلې لا هم افغانستان کې موجودې دي. ويل کېږي چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې په رښتیا هم افغانستان کې د ترهګرو ډلو شمېر زیات شوی، یوه بېلګه یې د داعش ډله ده، چې د امریکا د نظامي حضور په وخت کې یې فعالیت پیل کړ. په افغانستان کې د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې د امریکا ماموریت ډېر ناکام و.

امريکا په دې هېواد کې ترهګري نه ده له منځه وړې او د افغانانو لپاره يې يوه ازاده ټولنه هم نه ده رامنځته کړې بلکې افغانانو ته یې غربت او بشري ناورينونه رسولي دي. د یوې شمېرنې له مخې په تېرو شلو کلونو کې د امريکا له خوا د پيل شوې جګړې له امله د څه باندې دېرش زرو ملکيانو[S1]  په شمول ۱۷۴ زره افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او يوه په درېيمه برخه افغانان کډوال شوي او څه باندې نیمه برخه افغان وګړي له لوږې سره مخ دي. له کابل څخه د امريکایي ځواکونو تر ايستنې وروسته دغه بشري ناورين سخت شوی دی. د دې ناورين د يادونې په ترڅ کې ښاغلي نصرت عمر وويل چې د امریکا تر وتلو او د نوي سرپرست حکومت په راتګ سره ما خپله دنده له لاسه ورکړې ده، پخوا مې ۱۸۰۰۰ افغانۍ معاش و، اوس په افتخاري توګه له یوې سیمه ییزې راډیو سره دنده اجرا کوم. خو له بده مرغه چې د غربت او معاش نه شتون له امله مې د ژوند له سختو مشکلاتو سره مخ یم، ترڅنګ مې نور زیات ملګري هم بې دندې شوي دي او له سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دي. د نوي سرپرست حکومت په راتګ سره په پراخه کچه خلک بې دندې شول او د ژوند سختې شپې ورځې تېروي. د افغانستان د اوسني وضعیت پړه د امریکا پر غاړه ده. امریکا او نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې مرسته وکړي، خو تر هر څه لومړی امریکا باید د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي.

اوس په افغانستان کې د بيارغونې کار شروع شوی، د چين په شمول ډېر هېوادونه غواړي چې له افغانستان سره کومک وکړي او د دې هېواد د بيا سمسورتيا او پرمختګ لپاره خپل خدمتونه وکړي. په دې اړه نصرت عمر داسې ویلي، دا چې افغانستان کې د بیارغونې کارونه شروع دي، چین پکې ډېر ستر رول لوبولی شي او تل يې د افغانستان د ابادۍ په برخه کې مرسته کړې، کار یې کړی او پروژې یې پلې کړې دي. نو موږ هيله لرو چې د بیارغونې په برخه کې چين خپلې هڅې ګړندۍ کړي او له افغانستان سره د ابادۍ په برخه کې خپلې مرستې لا ډېرې کړي.

 [S1]دلته هدف څه دی واضح شي ملکیان او افغانان یوه خبره ده.