سپوږمۍ اختر د چینايانو له دودويزو اخترونو څخه دی او هرکال د دغه هېواد دولتي رسنۍ ( چين مېډيا ګروپ) د دغه اختر په ویاړ ځانګړې هنري ننداره خپروي او ټاکل شوې، چې سږنۍ هنري ننداره به د سپتمبر د لسمې نېټې د شپې په اتو بجو پیل شي.
د روان کال هنري ننداره به د ډېرو عصري تخنيکونو په کارولو سره خپره شي او نه يوازې د چيني ملت فکري او هنري ځانګړتياوې، بلکې کلتور او جذابيت به يې هم ترې ښکاري.
د يادونې وړ ده، چې په سږنۍ هنري ننداره کې به درې چيني ستورمزلي هم ګډون وکړي او له چيني فضايي سټېشن څخه به په انلاين ډول ټولو چينايانو ته د سپوږمۍ اختر په پار سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړي.
دا به لومړی ځل وي، چې چيني ستورمزلي په فضا کې سپوږمۍ اختر تېر کړي.