د بريتانيا حکومت د سپتمبر په ۹مه نېټه د هېواد په کچه د ملکې دوهمې الېزابېت په ياد ملي وير اعلان کړ، چې د ملکې د جنازې د دولتي مراسمو په ورځ به پای ته ورسېږي. په دې موده کې به د بريتانيا د شاهي کورنۍ پر ودانۍ، دولتي ودانیو او نظامي څانګو د دې هېواد ملي بيرغ نيم ځوړند وي.
بنکېنګم شاهي ماڼۍ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې د شاهي کورنۍ غړي او کارکوونکي به په شاهي چوکاټ کې ماتم وکړي . په اعلامیه کې راغلي، چې د ملکې د جنازې دولتي مراسم به اووه ورځې دوام وکړي.