د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريس د سپتمبر په ۹مه نېټه له پاکستان څخه دوه ورځنۍ ليدنه پيل کړه. هغه او د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف يوه غونډه تر سره کړه او په دغه هېواد کې د سيلاب وضعيت او په نړيواله کچه د ګډو مرستو، ژغورنې او بيا رغونې په هکله يې بحث وکړ.
انټونيو ګوټريس د پاکستان د سيلابونو د غبرګون مرکز کې د ناورينونو په اړه معلومات واورېدل او څرګنده يې کړه، چې اوس څه باندې ۳۳ ميليونه تنه ولس د سيلابونو تر اغېزې لاندې دی او د اټکل له مخې، د سيلابونو له امله د زيانونو اندازه ۳۰ ميليارډو ډالرو ته رسيږي.
ده زیاته کړه، چې پاکستان د ژغورنې او بيا رغونې لپاره د پام وړ مالي مرستو ته اړتيا لري. ګوټريس له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه، چې د پاکستان له هغو ولسونو سره مرسته وکړي، چې خپل کورونه، دندې او کروندې یې له لاسه ورکړي دي.