د چين د صنايعو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د خبر له مخې، په دغه هېواد کې د 5G يو مليون ۹۶۸ زره بېس سټېشنونه جوړ شوي او باکيفيته صنعتي انټرنېټي شبکه يې په څه باندې درې سوو ښارونو کې هم جوړه شوې، چې له دې امله د صنعتي انټرنېټي ډيټا د سيستم ابادي په ثابت ډول روانه ده.
د دې وزارت د معلوماتو او مخابراتو ادارې څارونکي وانګ پنګ ويلي، چې صنعتي انټرنېټي شبکې د کرونا وبا د مخنيوي، د صنعتي او برابروونکو ځنځيرونو د تضمين او د صنعتي ادارې د څارنې په برخه کې ډېر مهم رول لري.
(غاټول)