د چين او اروپا ترمنځ د روان کال ۱۰۰۰۰م باروړونکی اورګاډی جرمني ته رسېدلی
CMG2022/09/10 11:49:36
شريکول:

د چين او اروپا ترمنځ د روان کال ۱۰۰۰۰م باروړونکی اورګاډی، چې د اګست په ۲۱ مه نېټه د چين له شي ان ښاره وخوځېد، د سپتمبر په نهمه نېټه د جرمني هامبورګ ښار ته ورسېد.

په دغه ښار کې د چين عمومي کنسول د ياد اورګاډي د هرکلي مراسمو ته په وينا کې  دغه اورګاډی د چين- جرمني او اروپا ترمنځ د همکارۍ يوه ارزښتناکه نښه بللې او ويلي يې دي، چې د چين او اروپا ترمنځ د باروړونکو اورګاډو په پرانيستلو سره د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ اصلي لګښت کم شوی، د رېلپټليو پر غاړو د پرتو هېوادونو او سيمو په اقتصادي پرمختګ کې يې مرسته کړې او د نړيوالې ګډې ودې لپاره يې د چين نه ستومانه کېدونکې هڅې ثابتې کړې دي.

تراوسه پورې د چين او اروپا ترمنځ باروړونکي اورګاډي د اروپا د ۲۴ هېوادونو ۲۰۰ ښارونو ته رسېږي.