د روسیې دفاع وزارت د سپتمبر په ۸مه نېټه اعلان وکړ، چې د دغه هېواد پوځ د نيکولايف په ايالت کې د اوکرايني پوځ پر اډې بريد وکړ، د بمونو ګدام يې ويجاړ کړ او په دونيڅک سيمه او خيرسونس ايالت کې يې څو بې پيلوټه الوتکې وغورځولې دي.
د اوکريان پوځ په همدې ورځ اعلان وکړ، چې دغه پوځ په ختيځ او جنوب کې ځينې سيمې بېرته تر لاسه کړي، چې د چارکيو په لوري څه باندې ۲۰ استوګنځايونه په کې شامل دي او د خيرسونس پر لوري يې ځوابي بريد ته دوام ورکوي.
د امريکا دفاع وزارت په همدې ورځ څرګنده کړه، چې اوکراين ته به د شاو خوا ۶۷۵ ميليونه ډالرو په ارزښت وسلې ورولېږي.
د امريکا د پيتسبورګ پوهنتون پروفيسر دان کواليک وويل، چې امريکا غواړي د دغې جګړې له لارې روسیه تحريک کړي. امريکا نوې استعماري تګلاره غوره کوي، خو يوازې به د زيانونو سبب شي.
د هنګري صدراعظم وربان ويکتور د سپتمبر په ۸مه نېټه وويل، چې د جګړې او پر روسیې د اقتصادي بنديزونو له امله په اروپا کې انرژۍ کمې شوي دي. ده زیاته کړه، چې که اروپا غواړي ستونزې حل کړي، بايد پر روسیې د بنديزونو لګولو تګلارې بدلې کړي.