افغان بڼوال خپل حاصلات په غیر معیاري ډول او په کمه بیه پلوري
CMG2022/09/10 15:24:27
شريکول:

افغان بڼوال وایي، د تازه مېوې په ځانګړې توګه د انګور لپاره یې بازار نشته او دوی خپل حاصلات په غیر معیاري ډول او په کمه بیه پلوري، چې ډېر کله ان خپل لګښت نه شي ور باندې پوره کولای. دغه ځوان لعل محمد نومېږي او د لوګر ولایت په یوه کلي کې یې د خپل باغ انګور د پلور لپاره اېښي دي.