د امريکا د مریلنډ ايالت په سيسيل ولسوالۍ کې پوليسو د سپتمبر په ۹مه نېټه په يوه کورنۍ کې ومونده، چې د دریو ماشومانو په ګډون ۵ کسان په ډزو وژل شوي دي. پوليسو د مړو شويو کسانو د هویت او د دوی تر منځ د اړيکو په اړه څه نه دي ویلي.
د امريکا د ډزو په وسيله د زورزياتي پېښو د ريکارډ په ويبپاڼه کې د نوې شميرنې له مخې، په امريکا کې د روان کال له پيل راهيسې څه باندې ۳۰زرو تنو خپل ژوند د ډزو په پېښو کې له لاسه ورکړی او د ډزو په وسيله د زور زياتي هغو پېښو شمېر ۴۷۱ ته رسېدلی، چې په کې لږ تر لږه ۴تنو ته مرګژوبله اوښتې وي.