د سپوږمۍ اختر په وياړ د سي اېم جي هنري ننداره د چيني او بهرنيو کتوونکو لخوا ستايل شوې
CMG2022/09/11 11:14:49
شريکول:

چين مېډيا ګروپ يعنې سي اېم جي د سپتمبر د لسمې نېټې په شپه د چين د سپوږمۍ دوديز اختر په وياړ يوه هنري ننداره خپره کړه، چې د چيني او بهرنيو کتوونکو د پاملرنې او ستاينې وړ ګرځېدلې ده.

دغه هنري ننداره د 8K په شمول د عصري تخنيکونو په کارولو سره په لومړي ځل د چين د ۷۰ ښارونو په عامو ځايونو کې د ۲۷۰  لويو پردو  په وسيله خپره شوې او د سپتمبر د لسمې نېټې د شپې تر لسو بجو پورې يې اړوندې خپرونې په انټرنېټي شبکه کې ۲۳۸ ميليونه ځله کتل شوې ده.

برسيره پردې دغې هنري نندارې ته د امریکا، کاناډا، اروپا، جاپان، کينيا او ماليزيا په ګډون د یو شمېر هېوادونو خبري رسنيو هم انعکاس ورکړی دی.

د يادونې وړ ده چې دريو چيني ستورمزلو (چن دونګ)،(ليو يانګ) او (څای شو جه) له چیني فضايي سټېشن څخه په انلاين ډول دغې هنري نندارې ته يوه وېډيو راليږلې او خپلو وطنوالو ته يې د سپوږمۍ اختر په مناسبت نيکې هيلې او سلامونه وړاندې کړي دي.