د روسيې دفاع وزارت: زموږ ځواکونه له يزجوم او بالاکليا سیمې د دونيتسک سيمې ته په شا شول
CMG2022/09/11 11:17:40
شريکول:

د اوکراين يوې خبري رسنۍ د سپتمبر په لسمه نېټه خبر ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر ولاديمير زيلنسکي د فرانسي له ولسمشر امانویل مکرون سره په ټیلېفوني خبرو کې د زاپويزيا د ذروي بټۍ د وضعيت په هکله بحث وکړ.

د اوکراين لومړي وزير دينيس اناتوليويچ شميحال بیا د امريکا له مالي وزير جاناټ يليڼ سره ټيلېفوني خبرې وکړې او د انرژيو د خونديتوب او پر روسيې د بنديزونو زياتولو د مسئلو په هکله يې بحث وکړ. د يو بل خبر له مخې، اوکراين او امريکا د دغه هېواد د ګازو له چارو سره د مرستې په هکله خبرې اترې کوي.

د روسیې دفاع وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د ټاکلي هدف له مخې به په بالاکليا او يزجوم سيمه کې خپل ځواکونه بيا راغونډ کړي او په دونيتسک کې به لا زيات ځواکونه ځاي پر ځاي کړي.