له افغانستان څخه د امريکايي پوځ د وتلو له يو کال وروسته په دغه هېواد کې امنيتي وضعیت ښه شوی
CMG2022/09/11 15:35:21
شريکول:


د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر يوولسمې له پېښې وروسته امريکا پر افغانستان پوځي یرغل وکړ او هلته يې پوځيان د کابو شلو کلونو لپاره پاتې شول. خو یو کال مخکې امریکا له دغه هېواده خپل پوځيان وايستل.

د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور د چين مېډيا ګروپ خبريال ته ويلي، چې د افغانستان په دننه کې د بېلا بېلو ډلو تر منځ توپيرونه ګام په ګام کم شوي، امنيتي حالات ښه شوي دی.

ټکور وويل، چې د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنيا چارو وزارت او د دې وزارت په چوکاټ کې پوليسو او امنيتي ځواکونو د هېواد داخلي امنیت په پوره توګه تامین کړی دی  او په عمومي ډول ټولنیز امنیت ښه شوی دی. هغه زياته کړه، چې افغانان د خپلې ټولنې د امنیت او ثبات ساتلو توان لري او نه غواړي چې د امریکا پوځ د نړیوال پولیس رول ولوبوي.

پخوا په افغانستان کې د امريکايي پوځ په شتون سره د ټولنې امنیتي وضعیت ډېر خراب و.

نوموړي وويل، چې امريکا نه يوازې پر افغانستان، بلکې پر شاو خوا هېوادونو يې هم منفي اغېزې کړې دي.

د کابل ښار اوسيدونکي هم وايي چې په تېر يو کال کې ټولنيز امنیت او ثبات ښه شوی. خو هغوی وايي، د افغانستان سرپرست حکومت لا هم له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخ دي.