جاپان کې د امریکا د پوځي اډو د شتون پر خلاف مظاهره وشوه
CMG2022/09/11 11:13:32
شريکول:

د سپتمبر په يوولسمه د جاپان د اوکيناوا ولسوالۍ د مشر ټاکنې ترسره شوې او له دې يوه ورځ مخکې په ياده ولسوالۍ کې د امریکا د پوځي اډو پر ضد مظاهره شوې ده.

د سپتمبر د لسمې نېټې په ماسپښين د جاپان په اوکيناوا ولسوالۍ کې زرګونه ځايي اوسېدونکي راغونډ شوي او د امريکايي پوځي اډو د شتون په اړه يې خپله ناخوښي څرګنده کړې ده. مظاهره کوونکي وايي، د اوکيناوا ولسوالۍ  اقتصاد وروسته پاتې شوی او د هر اوسېدونکي عايد هم د جاپان د نورو ولسواليو د سړي سر عايدو په نسبت کم دي او مهم لامل يې په دې ولسوالۍ کې د امریکا د پوځي اډو موجوديت دی.

د جاپان د استازو جرګې غړی چيلينجنګشيان وايي، د امريکا پوځي اډو د اوکيناوا ولسوالۍ د اوسېدونکو پر ژوند ډېرې منفي اغېزې کړې او بشري حقونه يې هم تر پښو لاندې کړي دي.

يو بل مظاهره کوونکی وايي، د امريکا پوځي اډو د اوکيناوا ولسوالۍ اقتصادي پرمختګ له ستونزو سره مخ کړی، که دغه اډې لغوه شي او د دې ولسوالۍ سوداګرۍ او سېلانيزو چارو ته پرمختګ ورکړل شي، نو اقتصاد به يې ژر لوی پرمختګونه ومومي. دغه راز په دې ولسوالۍ کې ځای پر ځای شوي توغندي د سولې له اصولو څخه سرغړونه ده او د جاپان د ګاونډيو هېوادونو، آن اسيا سولې او ثبات ته ګواښونه پېښوي.