چارلس-درېيم په رسمي ډول د بريتانيا نوی پاچا شو
CMG2022/09/11 11:07:56
شريکول:

چارلس درېيم د سپتمبر په لسمه نېټه د لندن په شاهي ماڼۍ سېنټ جيمز کې په رسمي ډول د بريتانيا د نوي پاچا په په توګه لوړه وکړه.

چارلس درېيم د سپتمبر د ۹مې نيټې په شپه پر ټلوېزيون په ژوندۍ بڼه وينا وکړه او ويې ويل، د ملکې الېزابت دويم په شان به په جدي توګه د بريتانيا اساسي قانون ساتنه وکړي.