شمشتۍ، چې په دري ژبه کې ورته (سنګ پشت) هم وایي. د افغانستان په ژوبڼونو کې هم شمشتۍ ساتل کېږي. دغه راز د افغانستان په ځینو غرونو کې هم خپل سری ژوند لري. په نړۍ کې د شمشتیو بېلابېل ډولونه شته ځینې یې بیخي لوی لوی دی. دغه حیوان په وچه او اوبو دواړو کې ژوند کولای شي.