د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني د دغه هېواد د ذروي مسئلې په هکله پر خبرو د بريتانيا، فرانسې او جرمني نيوکو ته ځواب ورکړ. څه موده مخکې دغو درېيواړو هېوادونو پر ايران انتقاد کړی، چې دغه هېواد د ذروي تړون په اړه خبرو اترو ته زیان رسولی. بريتانيا، فرانسې او جرمني ادعا کړې، چې ايران د بېلا بېلو خواوو تر منځ د وروستي تړون له فرصته استفاده نه ده کړې او خپل ذروي پلان ته يې دوام ورکړی دی.
کنعاني په دې هکله دغو درېيو هېوادونو ته وړانديز کړی، چې د ذروي مسئلو په هکله خبرو اترو کې د پاتې ستونزو د حلولو لپاره لا رغونکی رول ولوبوي او د خبرو اترو لپاره دې ډيپلوماتيک تمايل خراب نه کړي. هغه بريتانيا، فرانسي او المان ته اخطار ورکړی، چې د دريمې خوا تر اغيزې لاندې مه اوسئ، ځکه دغه درېيمې خوا هېواد له پيل څخه له خبرو اترو سره مخالفت کړی او د خبرو اترو د ناکامولو په لټه کې دی.
کنعاني پر دې ټينګار کړی، چې ايران د وروستۍ هوکړې رسېدو ته چمتو شوی. که بېلا بېلې خواوې د نورو هېوادونو تر اغيزې لاندې نه وي او د مثبت پرمختګ لپاره هڅه وکړي، نو وروستۍ هوکړې ته به ژر ورسېږي.