امریکا په منځني ختیځ کې پرله پسې ګډوډۍ رامنځته کړې
CMG2022/09/11 15:27:05
شريکول:

د روان کال د سپتمبر يوولسمه، په امريکا کې د سپتمبر يوولسمې پېښې د رامنځته کېدو له ۲۱مې کالیزې سره برابره ده. په همدې ورځ د امريکا په څو ښارونو کې د دې پېښې د ۲۱مې کاليزې د يادونې لپاره فعاليتونه تر سره کيږي.

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۱۱مه نېټه د امریکا څلور مسافر وړونکې الوتکې د ترهګرو له خوا وتښتول او یرغمل کړی شوې چې دوه يې د نيويارک له نړيوال سوداګريز مرکز سره ټکر کړې، يوه يې د پنټاګون له يوې برخې سره ټکړ کړه او بله يې په پنسلوانیا ايالت کې ولوېدله.

په یادو الوتکو کې سپرو ټولو مسافرو په دې پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او شاوخوا درې زره نور کسان هم ووژل شول او  سلګونه مېلیارډه امريکايي ډالره اقتصادي زیانونه رامنځته شول.

د سپتمبر يوولسمې پېښې له کبله امريکا په نړۍ کې د ترهګرۍ پرضد تش په نامه مبازره پيل کړه او ويې غوښتل چې په پوځي لارو چارو ترهګري ختمه کړي او په زور امريکايي ډيموکراسۍ ته وده ورکړي.

په تېرو ۲۱کلونو کې امريکا په افغانستان، عراق، سوريې او ليبيا کې جګړې پيل کړې او يا يې هلته پوځي عمليات تر سره کړي چې په نتیجه کې يې سلګونه زره و

ګړي وژل شوي او زرګونه کسان بې کوره شوي دي. امريکا د ترهګرۍ ضد مبارزې په پلمه د بادارۍ د لټولو لپاره ډېرې هڅې کړې، په ډېرو هېوادونو کې يې ګډوډۍ او ناورینونه رامنځته کړي دي.

د تېر کال په اګست کې امريکا په بېړه له افغانستان څخه خپل ځواکونه وايستل او پر افغانستان د امریکا شل کلن تېری پای ته ورسېد. په وروستيو ورځو کې د افغانستان د سرپرست حکومت د دفاع وزارت وياند عنایت الله خوارزمي د چین د سي اېم جي له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې ويلي چې په تېر يو کال کې سرپرست حکومت ګام په ګام خپلواک پوځ جوړ کړی دی. که څه هم امريکا  له افغانستان څخه خپل ځواکونه ايستلي، خو په همدې موده کې يې د هوايي څارنې او د ګاونډيو هېوادونو د نفوذ له لارې لاهم د افغانستان په چارو کې لاسوهنې ته دوام ورکړی دی.

نوموړي زياته کړې چې په تېر يو کال کې سرپرست حکومت يو ټولشموله پوځ جوړ کړی چې پکې د تخنيکي او اداري استعدادلرونکو کسانو په شمول د پخواني حکومت ډېر پوځي افسران او عسکر هم پکې شامل دي. هغه وويل چې په تېرو شلو کلونو کې د امريکايي پوځ د شتون په وخت کې د افغانستان دفاعي بودجه ډېره وه، خو په تېر يو کال کې د سرپرست حکومت دفاعي لګښت د پخوا په پرتله کم شوی دی. ځکه اوس جګړه نشته او فساد صفر ته را ټيټ شوی، که څه هم هېواد يې له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، خو د عسکرو معاش تامین شوی دی.

هغه همدارنګه وویل: «سرپرست حکومت له سل زره تر  ۱۵۰ زرو پوځي افسران او عسکر لري چې ډېری يې د پخواني حکومت مامورين دي. که څه هم تېر کال عواید او پوځي بودجه تر زياتې اندازې پورې کمه شوې، خو عسکرو ته د معاس ورکولو لپاره کافي پيسې لرو.»

د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹مه نېټه امريکا د قطر هېواد په دوحه کې له طالبانو سره تر څو پړاوه خبرو اترو وروسته يو تړون لاسليک کړی او ژمنه يې کړې چې له دې هېواد څخه ځواکونه وباسي او د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. خو د دغه هېواد د سرپرست حکومت د دفاع وزارت ویاند وويل چې امريکا خپله ژمنه نه ده پوره کړې او لا تر اوسه د دې هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي. امریکا د دوحې تړون له ځينو برخو سرغړونه کړې او بې پيلوټه الوتکې يې د افغانستان پر هوايي حریم تېر کړی دی. دوی دغه کړنه هم منلې ده.

هغه له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې دا هم ویلي چې امریکا له افغانستان څخه د خپل پوځ له ايستنې مخکې د افغان پخواني حکومت ګڼ شمېر تجهيزات ويجاړ کړل او ډېرو افغان پيلوټانو ته يې نورو هېوادونو ته د پوځي الوتکو د انتقالولو امر کړی و، تر اوسه دغه الوتکې بېرته افغانستان ته نه دي ورکړل شوې.

که څه هم  يو کال تېر شو، خو د امريکا بې پيلوټه الوتکې او څار ګرې الوتکې لاهم کله نا کله د افغانستان په فضا کې ګرځي.