د لاوسۍ نجلۍ په انځور کې په فضا کې د سپوږمۍ اختر ښکلې صحنه
CMG2022/09/11 14:40:16
شريکول:

تېره ورځ د چین د سپوږمۍ له دوديز اختر سره برابره وه. د چيني دودونو له مخې، چينايان په دې اختر کې له خپلو کورنيو سره راغونډېږي، د سپوږمۍ کېک په نوم ځانګړي خواړه خوري او د سپوږمۍ ښکلې منظرې ګوري. 

چين مېډيا ګروپ ته په دې وروستيو کې د نړۍ له بېلابېلو ځايونو تنکيو ځوانانو خپل انځورونه رالېږلي او ځينو يې په فضا کې د ستورمزلو لخوا د سپوږمۍ اختر د لمانځلو صحنه انځورکړې او د انسانانو په ګډو هڅو د نويو فضايي کورونو د ابادۍ په اړه يې له خياليو ډکه هيله څرګنده کړې ده.

دغه انځور د لاوس د يوې ۱۵ کلنې نجلۍ لخوا انځور شوی، چې پکې يو لاوسی ستورمزلی او يوه چیني ښاپيرۍ مخامخ سره ناست دي.

دغه نجلۍ وايي، له چيني افسانې څخه يې الهام اخيستی او دغه انځور يې جوړ کړی دی.