«په درېيو کسانو کې خامخا يو ښوونکی دی»
CMG2022/09/11 15:44:14
شريکول:

د سپتمبر لسمه نېټه د چين د ښوونکو ورځ ده. د ښوونکو او استادانو درناوی د چيني ملت عنعنه او دود دی. ۲۵۰۰ کاله مخکې د چين مشهور فیلسوف، سياستوال، تعليم پوه او د کنفوسيانيسم بنسټګر کنفسيوس ویلي وو: «په درېيو کسانو کې خامخا يو ښوونکی شته.» په چين کې کابو هر تن د دې مشهورې خبرې په مفهوم پوهېږي او دا د چين عنعنه او ارزښت لرونکی فرهنګ ګرځيدلی دی. د چين واکمن ګوند يعنې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو لخوا د ډله ييزې زده کړې ميکانيزم، د کنفسیوس د يادې خبرې عملي ثبوت دی.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سياسي بيورو د دغه ګوند د سيستم مغز او مرکز دی، چې د چين په بېلا بېلو ساحو کې د پرمختګ لپاره لوري ټاکي، عمومي حالات پلانوي، تګلارې غوره کوي او اصلاحات راولي. ويلی شو، چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي د دغه هېواد تر ټولو لوی مشرتابه دي. دوی تل زده کړې ته په درنه سترګه ګوري او د زده کړې لپاره يې زحمت کړی او کوي يې او ډله یيزې زده کړې يې د يو دايمي ميکانيزم په توګه ټاکلی دی. په وروستيو پنځو کلونو کې دوی څه باندې څلويښت ځله ډله یيزې زده کړې کړې او پر مهال يې د بېجينګ، شانګهای او جه جيانګ په ګډون د هېواد د بېلابېلو ځايونو د کارپوهانو درسونه اورېدلي او د اقتصادي ودې، د اقلیمي بدلون د مخنيوي، د کليو د سمسورولو په اړه يې پر بېلابېلو موضوعاتو بحثونه کړي دي.