په کابل کې د پوځي چورلکې د نسکورېدو له امله ۳ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي
CMG2022/09/11 11:14:07
شريکول:

د سپتمبر په لسمه نېټه په کابل کې يوې پوځي چورلکې سقوط کړی او له امله يې ۳ کسان وژل شوي او ۵ ټپيان دي.

د افغانستان د لنډمهاله حکومت دفاع وزارت په یوه اعلاميه کې ويلي، يوه بلاک هاک ډوله چورلکه په همدې ورځ  په کابل کې د روزنې په موخه الوتنه کړې وه او د تخنيکي ستونزو له امله رالوېدلې ده، چې له امله يې د دوو پيلوټانو په ګډون ۳ وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د امریکا پارلمان ته د دغه هېواد د دفاع وزارت لخوا د وړاندې شوي راپور له مخې، د تېر کال د اګست په پای کې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته  یو شمېر الوتکې، بمونه،  موټر، مرمۍ او مخابراتي وسايلو په شمول ګڼ شمېر پوځي تجهيزات چې مخکني حکومت ته ورکړل شوي وو، په افغانستان کې پاتې دي.