د روسيې او فرانسې مشرانو ټليفوني خبرې وکړې
CMG2022/09/12 11:01:13
شريکول:

د روسيې کرملين ماڼۍ خبر ورکړی، چې ولسمشر ولاديمير پوتین د سپتمبر په ۱۱مه نېټه له خپل فرانسوي سيال اېمانويل مکرون سره ټليفوني خبرې کړې دي.

خبر وايي، چې دواړو خواوو د اوکراين د وضعيت په اړه د نظريو تبادله کړې او د  دغه هېواد د زاپورژيا اټومي برېښناکوټ د امنيت په اړه يې بحث کړی دی.

پوتين په خپلو خبرو کې د زاپورژيا اټومي برېښناکوټ د خونديتوب په پار د روسيې د کارپوهانو تدبيرونه معرفي کړي او زیاته کړې يې ده، چې پر کيف بايد سمدلاسه  فشار راوړل شي، چې پر ياد اټومي برېښناکوټ بريدونه پای ته ورسوي.
د دواړو هېوادونو مشرانو هيله مندي ښودلې، چې د زاپورژيا اټومي برېښنا کوټ د شاوخوا وضعيت په اړه د اټومي انرژۍ له نړيوالې اېجنسۍ سره غير سیاسي تګ راتګ وساتل شي.