اوکراين غواړي په راتلونکو دوو کلونو کې د اروپايي ټولنې غړيتوب ترلاسه کړي
CMG2022/09/12 11:03:17
شريکول:

د اوکراين ملي اژانس د سپتمبر په ۱۱مه نېټه د دغه هېواد د صدراعظم دينيس شميهال په قول خبر ورکړی، چې اوکراين به د روان کال تر پای مخکې د اروپايي ټولنې د کمیټې ۷ شرايط پوره کړي او په دغې ټولنې کې د شاملېدو لپاره به د مذاکراتو پروسه چټکه کړي. نوموړي ويلي، چې اوکراين به په اروپايي ټولنې کې د شاملېدو لپاره چټک ګامونه پورته کړي، په راتلونکو دوو کلونو کې به ياده پروسه پای ته ورسوي او د اروپايي ټولنې رسمي غړی به شي.