بېجينګ د چين پر پوهنتون د امريکا د انټرنيټي بريدونو په تړاو واشګنټن ته جدي احتجاج کړی
CMG2022/09/12 11:00:28
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت د سپتمبر په ۱۱مه نېټه پر خپلې ويبپاڼې خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د امريکايي او اوقيانوس چارو څانګې مشر يانګ تاو د چين پر شمال ـ لوېديځ صنعتي پوهنتون د امريکا د انټرنيټي بريدونو په پار په چين کې د امريکا سفارت ته جدي احتجاج کړی دی.

يانګ تاو ويلي، چې  د چين د کمپيوټري ويروس ضد د بېړني غبرګون مرکز او د ۳۶۰ په نوم تصدۍ د پلټنيز راپور حقيقتونو دا په ډاګه کړې، چې د امريکا د ملي امنيت فرعي څانګې د چين پر شمال ـ لوېديځ صنعتي پوهنتون انټرنيټي بريدونه کړي دي. دا لومړی ځل نه دی، چې د امريکا حکومت د چين پر ارګانونو انټرنيټي بريدونه کوي، بلکې څو ځلې يې ورته ناوړه کړنې ترسره کړي او حساس معلومات يې ترې غلا کړي دي.

د چين بهرنيو چارو وزارت د امريکا دغه کړه وړه د چين د اړوندو ارګانونو پر ټېکنالوژيکو اسرارو څرګند تيری بللی او له واشنګټن يې د ورته کړنو د بندېدو غوښتنه ترې کړې ده.

خبر وايي، چې امريکې د چين د مهمو بنسټيزو تاسيساتو، ارګانونو او وګړو مالوماتي خونديتوب ته سخت زيانونه رسولي دي.