د امريکا لپاره د نړیوالې ترهګرۍ په پرتله کورنۍ ترهګري لوی ګواښ دی
CMG2022/09/12 11:20:24
شريکول:

د امریکا د مشرانو جرګې د استخباراتو کمېټې مشر مارک وارنير د امريکې لپاره  د نړیوالې ترهګرۍ په پرتله، کورنۍ ترهګري لوی ګواښ بللی دی. 

نوموړي د سپتمبر د ۱۱مې نېټې د ترهګريزې پېښې د ۲۱مې کليزې په يادغونډې کې ویلي، چې اوسمهال ترهګر د امريکې پر ډيموکراسۍ بريدونه نه کوي، بلکې په کور دننه پرې هغه تاوتريخوالي جوړوونکي بريدونه کوي، چې د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ په ۶مه نېټه يې د ملي پارلمان پر ودانۍ په تاوتريخوالي کې برخه اخیستې وه.