د امريکا ولسمشر جو بايډن د 11·9 پېښې د ۲۱مې کليزې په پار وينا وکړه
CMG2022/09/12 11:19:48
شريکول:

 د امريکا ولسمشر جو بايډن او د دغه هېواد د د فاع وزير لويډ استين د ويرجنيا ايالت په ارلينټن ښار کې د 11·9 پېښې د ياد په پار د پنټاګون خونې ته تللي او هلته يې د 11·9 پېښې د ۲۱مې کليزې په يادغونډې کې ګډون کړی و.

جو بايډن د 11·9 پېښې د ۲۱مې کليزې په اړه وينا کړې او ويلي يې دي، چې  امريکايانو په مېړانې او ټينګ هوډ د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کړې او د امريکا اساسي قانون يې ساتلی دی. نوموړي زياته کړې، چې امريکا به د ترهګريزو ګواښونو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي او خپل خلک به وساتي.

د امريکې دفاع وزير لويډ استين په خپلې وينا کې ويلي،چې امريکا په ۲۰۲۱م کال کې په افغانستان کې خپل نظامي عمليات پای ته رسولي، خو ځواکونه به يې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي او د امريکايانو لپاره به عدالت او ملي امنيت وساتي.