د چين د شينجيانګ د اورمچي د ګمرک ادارې مرستيال وو وې د سپتمبر په يوولسمې نېټې په يوې خبري ناستې کې ويلي، چې د روان کال له جنورۍ څخه تر اګست پورې د شينجيانګ د وارداتو او صادارتو عمومي ارزښت ۱۴۵ ميليارډو او ۵۸۰ ميليونو يوانو ته رسيدلی، چې دا رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۹ اعشاريه ۶ سلنه زياتوالی ښيي او د زياتوالي انډول يې په هېواد کې درېيم ځای نيولی دی.
د روان کال په اتو مياشتو کې د منځنۍ اسيا له پنځو هېوادونو سره د شينجيانګ د وارداتو او صادارتو ارزښت ۱۱۱ ميليارډو او ۱۶۰ ميليونو يوانو ته رسيدلی، چې دا رقم په همدې موده کې د شينجيانګ د وارداتو او صادراتو په عمومي ارزښت کې ۷۶ اعشاريه ۴ سلنه نيولې او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵۴ اعشاريه ۷ سلنه زياتوالی ښيي.
قرغېزستان، قزاقستان او تاجکستان د شينجيانګ لومړي درې لوی سوداګريز ملګري هېوادونه دي.