د ترکيې دفاع وزارت د سپتمبر په يوولسمه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې دفاع وزير خلوسي اکار په همدې ورځ له خپل اوکرايني سيال اليکسي ريزنيکوف او د دغه هېواد د بنسټيزو تاسيساتو له وزير اليکسندر کوبراکوف سره ټلېفوني خبرې کړي او د غلودانو د لېږدونې او د بشر دوستۍ مرستو په اړه يې ورسره د نظريو تبادلې کړې دي.
اکار د تور سمندر د بندرونو له لارې د غلو دانو د لېږد د همغږۍ ګډ مرکز او اړوندو خواوو ترمنځ د همکاريو په اړه رضايت څرګند کړی او ويلي يې دي، چې ترکيه به له اوکراين سره د بشر دوستۍ مرستو ته دوام ورکړي.
روسيې او اوکراين د جولای په ۲۲مه نېټه د تورسمندر د بندرونو له لارې د خپلو غلو دانو د ليږد په اړه له ترکيې او ملګرو ملتونو سره يو تړون لاسليک کړی او د غلو دانو د لېږدونې د خونديتوب په اړه يې د چارو د همغږۍ مرکز جوړ کړی دی.
د مالوماتو له مخې، اوکراين د تور سمندر له لارې د سپتمبر تر اتمې نېټې پورې ۲ ميليونه او ۵۲۰ زره ټنه غلې دانې نورو هېوادونو ته لېږدولې دي.