شي جين پينګ د بريتانيا نوي پاچا چارلس- درېيم ته د مبارکۍ پيغام وليږه
CMG2022/09/12 11:16:45
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په لسمه نېټه چارلس - درېيم ته د بريتانيا د نوي پاچا د ټاکل کېدو په مناسبت د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ليکلي، چې روان کال د چين او بريتانيا ترمنځ د وزير په کچه د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له پنځوسمې کليزې سره برابر دی.  نوموړي په پيغام کې هيله ښودلې، چې د بريتانيا له پاچا چارلس- درېيم سره د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د متقابل تفاهم او دوستۍ د لا پياوړتيا، د تګ راتګ او همکاريو د پراخوالي او په نړيوالو چارو کې د خپلمنځي تبادلې د زياتوالي لپاره ګډې هڅې وکړي، دواړو هېوادونو او د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي او د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره خدمتونه وکړي.