له هغه وروسته چې په لوګر ولایت ګڼې کروندې سېلابونو لاندې کړې اوس یې په پاتې شنو وښو کې کوچیان خپل څاروي څروي.
زردین کوچی دی او خپله د پسونو رمه یې څرولو ته را ایستلې ده. دی وایي، د کوچیانو ژوند خوار سخت او له کړاونو ډک دی. د نوموړي په خبره چې ټول ژوند یې په غره کې تېرېږي. دی وایي د ښوونځي د ویلو هیله یې درلوده، خو ورته ونه رسېد.