امريکا د "ترهګرۍ ضد" تر نامه لاندې جګړې پيل او په نړۍ کې يې ګډوډۍ رامنځته کړې
CMG2022/09/12 15:05:11
شريکول:

 د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱مې نېټې پېښې له ۲۱ کلونو راهيسې، امريکا د "ترهګرۍ ضد" په نوم په ټوله نړۍ کې جګړې پيل کړې چې نړۍ ته يې ستره بيه پرې کړې ده. د ډېرو هېوادونو د خلکو په اند، د امريکا لخوا نوموړې جګړې د تروريزم د له منځه وړلو پر ځای د يو لړ ناوړو پايلو لامل شوې دي. د بېلګې په توګه، د بې ګناه وګړو سخت او پراخ تلفات، ستر بشري ناورينونه، دوامداره ټولنيزې ګډوډۍ او د خوندي چاپېريال پرضد زيانونه.

په تېرو ۲۱ کلونو کې امريکا په افغانستان، عراق، پاکستان، سوريه او يمن کې تش په نامه د "ترهګرۍ ضد" جګړې او پوځي عمليات پيل کړي. د تېر کال په اګست کې امريکايي ځواکونو له افغانستان څخه په بيړه په وتلو سره د دغه هېواد د تاريخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوله. خو د امريکا ولسمشر جو بايډن د روان کال په اګست کې وويل چې امريکا به د افغانستان په شمول بهرنيو هېوادونو کې "ترهګرۍ ضد عملياتو" ته دوام ورکړي.

د امريکا له خوا جګړې نړۍ ته په لوړه بيه تمامې شوې دي. د امريکا د براون پوهنتون د نړيوالو او عامه چارو لپاره د واټسن انسټيټيوټ د معلوماتو له مخې، د سپتمبر د ۱۱مې نېټې تر پېښې وروسته د امريکا لخوا پيل شويو جګړو په مستقيم ډول نژدې ۹۳۰ زره خلک وژلي او په افغانستان، پاکستان، عراق، سوريه او نورو هېوادونو کې ۳۸ ميليونه خلک بې ځايه شوي دي. د امريکا د بوسټن پوهنتون د سياسي علومو پروفيسور نيتا کرفورډ وويل، د مړو شمېر ممکن  کم اټکل شوی وي.

سربېره پر دې، امريکايان هم د دغو جګړو لګښت په غاړه لري. د سپتمبر د ۱۱مې نېټې تر پېښې وروسته، د امريکا نظامي لګښتونه زيات شوي، فدرالي حکومت له مالي کسر سره مخ شوی او د روغتيا او طب، تعليم او ترانسپورت په شمول د خلکو د ژوند په برخو کې بوديجه په دوامداره توګه کمه شوې. د امريکا اقتصادي بې عدالتي نوره هم زياته شوې او د دغه هېواد سياسي قطبي کېدل او ټولنيز وېش يې نور هم سخت شوی دی.

که څه هم د امريکا حکومت اعلان وکړ چې د القاعدې ډلې يو شمېر مشران نيول شوي يا وژل شوي، خو تش په نوم د دغه هېواد جګړې د دې پر ځای چې په ښکېلو هېوادونو کې امنيت راولي، د ګډوډۍ او وېرې لامل کېږي. د افغانستان د کابل پوهنتون استاد نجيب الله جامع وويل چې امريکا تل د خپلو ګټو پر بنسټ ترهګريز سازمانونه تعريفوي او په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه يې يوازې د خپل تسلط د پراخولو يوه پلمه ده.

په ۲۰۰۳م کال کې امريکا په عراق کې د "ترهګرۍ ضد جګړه" په کارولو خپل يرغل توجيه کړ. امريکا په زور د صدام حسين رژيم نسکور کړ، په عراق کې يې سياسي، اقتصادي او ټولنيزې ګډوډۍ رامنځته کړې او د تروريستي قوتونو د پراختيا لپاره يې زمينه او شرايط برابر کړل. د داعش په ګډون افراطي ډلو له دې وضعيت څخه په لوی لاس ګټه پورته کړې او د سيمې امنيت له خطر سره مخامخ کوي.

همدارنگه

د عراق پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاد نجيب جبري څرګنده کړه چې امريکا د "ترهګرۍ ضد" او "ديموکراسۍ" تر نامه لاندې په حقيقت کې د نړۍ د تسلط د ساتلو لپاره ترور او ګډوډي رامنځ ته کړې ده.

د امريکا له خوا جګړې په مکرر ډول تريخې پايلې وړاندې کړې، خو لږ شمېر ډلې د تش په نوم "ترهګرۍ ضد جګړې" ګټونکي شوي. د امريکا د نړيوالو تګلارو د څېړنيز مرکز يو راپور چې تېر کال خپور شو، په ډاګه کړه چې په ۲۰۰۱م کال کې د "ترهګرۍ ضد جګړې" له پيل راهيسې، د امريکا نظامي لګښتونه له ۱۴ ټريليونو ډالرو څخه اوښتي او له درېيمې څخه تر نيمايي يې د دفاعي قرارداديانو جيبونو ته تللي دي. د امريکايي سياسي کارپوه چلمرز جانسن وايي، کله چې جګړې ګټورې شي، نو زياتې شي.