په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۶۰۵۹۱۲۴۱۸ ته رسېدلی
CMG2022/09/13 11:06:21
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د سپتمبر په ۱۲مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۱۲مې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او ۱ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۴۵۳ زره او ۸۱۹ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۶۰۵ ميليونه، ۹۱۲ زره او ۸۱۹ ته رسېدلی دی.

د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۴۵۴ کسان مړه شوي او د مړينې عمومي کسانو شمېر يې ۶ ميليونه، ۴۹۱ زره او ۶۴۹ ته رسېدلی دی.

(مينه)