د شانګهای همکارۍ سازمان د سمرقند سرمشریزه غونډه به تاریخي ارزښت ولري
CMG2022/09/13 14:50:16
شريکول:

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا ۲۲مه غونډه به د روان سپتمبر په ۱۵مه او ۱۶مه نېټه د ازبکستان په سمرقند ښار کې ترسره شي. د دغه هېواد د نړیوالو موضوعاتو کارپوه فرکهوډ تولیپوف د چین ميډيا ګروپ له خبریال سره په مرکه کې وویل، د شانګهای همکارۍ سازمان د سمرقند سرمشریزه غونډه به تاریخي ارزښت ولري.

کارپوه فرکهوډ تولیپوف وویل، د شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ کال کې له جوړېدو راهیسې، د یو خپلواک، اغېزناک او حیثیت لرونکي نړیوال سازمان په توګه وده کړې او په نړیوالو چارو کې يې زیاتې تجربې راټول کړې. په سږنۍ سرمشريزه غونډه کې به په یاد سازمان کې د ایران د غړیتوب د تاييدېدو اړوند سند تصویب شي، په دې سره به د شانګهای همکارۍ سازمان جعرافیايي پراخوالی نور پراخ شي او نړیواله اغېزه به يې لا پياوړې شي. نو دغه سرمشريزه غونډه به تاریخي ارزښت ولري.

نوموړي وویل، چې د شانګهای همکارۍ سازمان د سمرقند سرمشریزه غونډه به تاریخي ارزښت ولري، څرنګه چې په دغه سرمشریزه غونډه کې به د دغه سازمان د پرمختګ جوړښت او د نوي غړي د منلو نوې مرحلې ته ورسېږي. اوس د یاد سازمان د غړو هېوادونو د خاورو عمومي پراخوالی د اروپا او اسیا د لویو وچو درې په پنځمه برخه نیسي. دغه سازمان به د نوي غړي په منلو سره نور لوی شي او شک نشته چې د شانګهای همکارۍ سازمان په نړۍ کې یو اغېزناک د سیمې سازمان ګرځي.

کارپوه ټوليپوف په اشارې سره وویل، چې د ځينو لوېديځو شخصیتونو او خبري رسنیو په اند، په شانګهای همکارۍ سازمان کې لوېديځ هېوادونه شامل نه دي، نو پر دغه سازمان يې تورونه لګولي چې له لوېديځو هېوادونو سره د مقابلې موخه لري. خو یو لړ واقعیتونو تاييد کړې چې دغه سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او د سیمې د سولې، ثبات او سمسورتیا د هڅولو لپاره تر وسې پورې کوښښونه کړي. په سږنۍ سرمشريزه غونډه کې به د دغه سازمان او د سیمې د سولې او ثبات په هکله د سمرقند اعلامیه تصویب شي.

نوموړي وویل، چې د شانګهای د ۵ هېوادونو میکانیزم په ۱۹۹۶ کال کې جوړ شوی او له هغه وخت راهیسې، د شانګهای همکارۍ سازمان د یو خپلواک، اغېزناک او حیثیت لرونکي سازمان په توګه وده کړې ده. خو لوېديځو هېوادونو تل پر دغه سازمان په ارزونې کې د نیوکې رنګ غوره کړی، ځینو شخصیتونو او کارپوهانو حتی له لوېديځ سره مقابله پر دغه سازمان پسې وتړله. خو د شانګهای همکارۍ سازمان په هره سرمشريزه غونډه کې د اعلاميې په خپرولو سره نړیوالې ټولنې ته د سیمې د سولې، امنیت او ثبات د ساتلو او پياوړي کولو، د نړۍ د اقتصاد او سیاست د دیموکراتیک، مساوي او مناسب نوي نظام د جوړولو په اړه خپل دريځ په ډاګه کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې چین او ازبکستان د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې په بېلا بېلو ساحو کې په تېره بیا د اقتصاد او سوداګرۍ او تعلیم په برخو کې د همکارۍ ستر بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي. هغه وویل، چین د ازبکستان لومړی لوی سوداګريز همکار دی، اوس زرګونه ازبک محصلین د چین په پوهنتونونو کې زده کړه کوي. چین په ازبکستان کې دوه کانفوسیوس انسټيټیوټونه پرانیستلي او ګڼ شمېر ازبک زده کوونکي يې راجلب کړي دي. له دې څخه ښکاري، چې ازبکان د چین له کلتور او چیني ژبې سره ډېره علاقه لري.