چين: څوک باید د بشري حقونو په پلمه د سريلانکا په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي
CMG2022/09/13 10:41:51
شريکول:

 په ژنيو کې د ملګرو ملتونو په دفتر او نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي چن شو د سپتمبر په ۱۲مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۱مې غونډې کې د سريلانکا د بشري حقونو د حالاتو په اړه وينا کړې او په دغې برخې کې یې د سريلانکا د هڅو ستاينه کړې ده.

نوموړي له دې سره مخالفت کړی، چې د بشري حقونو د مسئلې په پلمه پر سریلانکا فشار واچول شي.

چن شو ويلي، چې د سريلانکا په اړه د بشري حقونو شورا پرېکړه ليک د سياست محصول، غیر عادلانه او غیر انتخابي دی، اړوندو هېوادونو دغه پرېکړه ليک ته رسميت نه دی ورکړی او دا په سریلانکا کې د بشري حقونو په وده او ساتنه کې مثبت رول نه شي لوبولی.

نوموړي زياته کړې، چې چين د نورو هېوادونو له داسې کړنې سره مخالفت کوي، چې د خپلو ګټو لپاره د سريلانکا له حالاتو څخه ناوړه ګټه پورته کوي او پر اړوندو خواوو يې غږ کړی، چې سريلانکا خپلو چارو ته پرېږدي او د دغه هېواد د بشري حقونو د پرمختيا لارې ته دې درناوی وکړي او له داسې کړنو دې لاس واخلي، چې د بشري حقونو د مسئلې په پلمه پر سريلانکا فشار اچوي او د دغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.