تهران: امریکا باید د ایران اټومي تړون ته تر ستنېدو وړاندې ځان " د اعتماد وړ " ثابت کړي
CMG2022/09/13 10:02:37
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني د سپتمبر په ١٢مه نېټه ويلي، چې امريکا بايد د ایران د اټومي مسئلې هراړخیز تړون ته تر ستنېدو دمخه ځان "د اعتماد وړ" ثابتوي او په عمل کې به نړيوالو قوانينو ته د عمل جامه اغوندي.

ناصر کنعاني  په همدې ورځ يوې خبري ناستې ته ويلي، چې امريکا په يو اړخيز ډول د ايران له اټومي تړون څخه وتلې او پر ايران يې غير قانوني او يو اړخيز بنديزونه لګولي، چې له امله يې د ايران حکومت او خلکو ته ستر زيانونه رسیدلي دي.

امريکې د ايران اټومي تړون په ۲۰۱۵م کال کې لاسلیک کړی و، خو وروسته یې مات کړ او په يو اړخيز ډول ترې ووتله.

کنعاني ويلي، امریکا هېڅ حق نه لري، چې د "پور ورکوونکي" په توګه ځان وښيي، بلکې د ایران د اټومي تړون د بیا پلي کېدو لپاره بايد رغنده رويه غوره کړي.